سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعاصم منیر وايي : په افغانستان کې د ترهګرو پټنځايونه شتون د...

عاصم منیر وايي : په افغانستان کې د ترهګرو پټنځايونه شتون د پاکستان امنیت ته خطر دی

ویب ډیسک

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي، پاکستاني ت.البانو (ټي‌ټي‌پي) او نورو ترهګرو ډلو په ګاونډي هېواد کې پناه اخیستې او نویو وسلو ته لاسرسی لري چې دا د پاکستان ملي امنیت ته خطر دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونوله مخې، عاصم منیر په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې هلته د ټي‌ټي‌پي غړو او نورو ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې دا د پاکستان پر ملي امنیت منفي تاثیر کوي.

له دې وړاندې هم د پاکستان پوځ ویلي ؤچې افغانستان کې د پاکستاني ت.البانو د آزاد فعالیت او خوندي پټنځایونو له امله اندېښمن دي.

د یاد هېواد دفاع وزیر خواجه آصف له ت.البانو ګیله کړې وه چې د ګاونډي حق نه ادا کوي او د پاکستان دښمن ته یې په خپله سیمه کې پناه ورکړې ده.

د ت.البانو ویاند پاکستان ورور هېواد بللی ؤ او د چارواکو د څرګندونو لامل یې سوء تفاهم ښودلی ؤ.

#Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه