ويب ډیسک
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټرپاڼه د ویډیو په خپرولو کابل ته د ملا حسن آخوند د ستنېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو دغه ویاند زیاتوي چې ملا حسن آخوند کندهار کې له درملنې وروسته نن له غرمې مخکې کابل ته ستون شوی دی.
د طالبانو په وینا، ټاکل شوې ښاغلی محمد حسن اخوند ارګ ته له بېرته ستنېدو وروسته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د طالبانو د رییس الوزرا په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
طالبانو د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند د ناروغۍ له امله کندهار ته تللی او ترڅو یې چې درملنه کېږي د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر به د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه کار وکړي.


