ويب ډیسک
د طالبانو مشر ملا هبتالله هغه ته منصوب غږیز پیغام کې چې کابل کې د خصوصي څانګې لپاره د یوه نندارتون په پرانیستغونډه کې خپور شو، له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې پر بهرنیو مرستو تکیه ونهکړي او زیاته یې کړه چې دا مرستې نه شي کولای د هېواد اقتصاد جوړ کړي.
هغه د پانګونې لپاره د افغانستان وضعیت مناسب وباله او له سوداګرو یې وغوښتل چې راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د موندنو له مخې، په هېواد کې د اړمنو شمېر مخ په زیاتېدو دی او په روان زېږدیز کال کې تر ۲۸ میلیونو زیات افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.


