ويب ډیسک
د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د هلمند د اوبو په اړه نوې څرګندونو کې ویلي، د هلمند په اوبو کې له خپل حقه لږ هم نه تېرېږو.
هغه همداراز وایي، د اوبو د خلاصون په اړه له ډېرو سلامشورو سره سره تر اوسه دا موضوع نه ده حل شوې.
دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی چې “که څه د هرمند د اوبو حق نه دی پلي شوی خو بیا هم موږ د سیستان خلکو ته د اوبو رسولو لپاره لازم اقدامات کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اونیو کې د ایراني چارواکو او ت.البانو ترمنځ د اوبو پر سر لفظي تاوتریخوالی زیات شوی دی.
#Afghanistan #Iran


