سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي ،د افغان ځوانانو لپاره د مهارتونو او روزنې د برابرولو...

امریکا وايي ،د افغان ځوانانو لپاره د مهارتونو او روزنې د برابرولو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ويب ډیسک

افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي، وایي د افغان ځوانانو لپاره د مهارتونو او روزنې د برابرولو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جولایي ۱۵مه چې د ځوانانو د مهارتونو ورځ ده، په مناسبت یې د متحده ایالاتو سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي د ځوانانو د روزنې او مهارتونو برابرولو ملاتړ د دې لپاره کوي چې هغوی د افغانستان په راتلونکي اقتصاد کې ونډه واخلي.

د جولایي ۱۵مه په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د ځوانانو د مهارتونو ورځ اعلان شوې ده.

د امریکا سفارت یادې څرګندنې په داسې حال کې کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو او ت.البانو بیاواکمنۍ راهیسې د افغان نجونو او ښځو پر کار او تعلیم بندیز لګول شوی او سلګونه زره ځوانان د بېکارۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته د تللو هڅه کوي.

#WYSD2023 #Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه