دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتو په چين کښې

پښتو په چين کښې

ليکنه : ډاکټر محمد علي ديناخېل

نوټ :دا ليک زما د يوې ناچاپه مقالې د يوې حصې پښتو ترجمه ده ۔ د دې ليک دلته د شريکولومحرک او مقصد څۀ دے هغه به هم تاسو په اخر کښې ولولئ ۔ اوس اول دې ليک ته راشئ ۔ کوم چې يو ځل زۀ بيا دا سپيناوے کول غواړم چې دا زما د يوې ناچاپه مقالې څه برخه ده او دغه مقاله ما په انګرېزۍ کښې ليکلې ده خو دا ليک مې ترې پښتو ته ترجمه کړۀ ۔ زما د نوم سره د دې ليک د خورولو، چاپ کولو اجازت هر چاته شته ۔
په کال ۱۹۵۵ کښې چين د ايشيا، افريقې او جنوبي امريکې د ملکونو سره د سفارتي او تجارتي روابطو د مظبوطولو د پاره د دغه هېوادونو د ژبو د زده کولو يوه ډپلومېټېک پاليسي جوړه کړه ۔ د دې لړۍ په يوه کړۍ کښې يو څو تنه چينيان په ۱۹۵۵ کښې کابل پوهنتون ته اولېږلے شول چې دوي هلته پښتو زده کړي ۔ په دغه اولني بېچ کښې د Beijing Foreign Studies University طالب علمان کابل ته راغلل ۔ دوي پښتو زده کړه ۔ په دغه ډله کښې يو زده کونکے Che Hongcai وۀ ۔ دۀ پښتو زده کړه بيا واپس چين ته لاړ او چې په خپل پوهنتون کښې يې کله ګريجوېشن اوکړۀ نو په چائنه ريډيو انټرنېشنل کښې يې د پښتو ژبې د ترجمې کار پېل کړو ۔
د چين سټېټ کونسل په کال ۱۹۷۵ کښې د يوسل شپېتو ژبو د قاموسونو د جوړولو فېصله اوکړه ۔ يو ځل بيا د دغه لړۍ يوه کړۍ د پښتو او چينۍ ژبې قاموس (ډکشنري) جوړول وو ۔ په ۱۹۷۸ کښې دغه کار کمرشل پرېس پروفېسر Che Hongcai ته اوسپارلو ۔ هغه دا يو glorious national mission اوګڼلو په قاموس يې لاس پورې کړۀ ۔ هغه په ۱۹۷۸ کښې دا کار شروع کړۀ او دا ګمان يې کولو چې دغه کار به په دوه کاله کښې سر ته ورسوي او قاموس به چاپ شي ۔ د کال ۱۹۸۱ پورې هغه اويا فيصده کار مکمل کړۀ ۔ په دې کار کښې د دۀ سره د دۀ يو شاګرد Song Qiangmin او د کابل پوهنتون د زمانې د کلاس يو ملګرے Zhang Min هم ملاتړ وو ۔ دا خبره هم د يادونې وړ ده چې د دې پراجېکټ د پاره هيڅ فند نۀ وۀ ۔ هغه د پښتو ټائپ رائټر قرض کړے وۀ او کاغذونه به يې د پرنټنګ پرېس نۀ راوړل ۔ دې پروفېسر او ملګرو به يې ټوله ورځ په يو وړوکي دفتر کښې کار کولو چې پکښې صرف يو ډسک موجود وۀ ۔ دے وائي چې کله کله چې به مو په يو مشکل لفظ بحث شروع کړۀ نو پوره ورځ به په يو ټکي اولګېدله ۔ دے په دې پراجيکټ کښې دومره مصروف وۀ چې همېشه به کور ته ناوخته راتللو ۔ د هغه ښځه وائي چې د خپل ځان دې قاموس ته وقف کړے وۀ ۔ اګر چې دے په پښتو ښۀ پوهېدلو خو بيا يې هم د دې قاموس په جوړولو کښې د نورو قاموسونو نه استفاده کړې ده لکه پښتو روسي لغت او نور ووۀ لغتونه ورله د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ ډائريکټر پروفېسر محمد نواز طائر ورکړي وو ۔
په کال ۱۹۸۲ کښي هغه ته د پوهنتون د طرف نه د څه نورو کورسونو د جوړولو کار په غاړه شو او د پښتو د لغت کار ترې په نيمه کښې پاتې شۀ ۔ کله چې هغه په کال ۱۹۸۹ کښې دغه نور کار سر ته ورسولو او يو ځل يې بيا اراده اوکړه چې د پښتو په قاموس کار شروع کړي نو هم په دې دوران کښې ورته حکومت سفارتي ذمه وارۍ حواله کړې او اول په پاکستان کښې په چيني سفارت خانه کښې او بيا څه وخت وروستو يې په افغانستان کښې په چيني سفارت خانه کښې خپله وظيفه تر سره کوله ۔ په ۱۹۹۳ کښې هغه خپل ډپلوميټک مشن سر ته ورسولو او واپس خپل وطن ته راغے ۔ په ۱۹۹۵ کښې د نوکرۍ نه ريټائر شۀ ۔ په کال ۲۰۰۰ کښې Communication University of China هغه ته دعوت ورکړۀ چې په دغه پوهنتون کښې د پښتو تدريس شروع کړي ۔ دۀ دغه دعوت قبول کړۀ او تر کال ۲۰۰۸ پورې يې د پښتو تدريس اوکړۀ ۔ په ۲۰۰۸ کښې هغه خپل کلي Xiamen ته واپس شۀ او په پښتو قاموس يې کار شروع کړۀ ۔ په دې دوران کښې دۀ د ځان سره يو بل معاون مدير(کو ايډيټر) Zhang Min واخستلو ځکه چې هغه وړومبے معاون مدير Song Qiangmin په کال ۲۰۰۰ کښې په حق رسيدلے وۀ ۔
د ډېرې اوږدې مودې د انتظار او خوارۍ نه بعد په کال ۲۰۱۵ کښې پښتو چيني قاموس د کمرشل پريس له اړخه چاپ شۀ ۔ دا قاموس ۱۳۹۰ مخونه لري اوپنځوس زره لفظونه پکښې درج دي ۔
يو څو کاله وړاندې چې کله د چين او د افغانستان د سفارتي اړيکو شپېته کاله پوره شو او په دې موقعه يو جشن نمانځلے شۀ نو په دغه موقعه د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني Prof. Che Hongcai افغانستان ته راوبللو او د پښتو ژبې د خدماتو د اعتراف په توګه يې ورته د سيد جمال الدين افغاني مډال ورکړۀ ۔
د کال ۲۰۱۴ د يو رپورټ تر مخه د کال ۱۹۴۹ نه تر ۲۰۱۴ پورې به د سلو نه کمو چينيانو پښتو زده کړي وي ۔ په کال ۲۰۱۴ کښې په Communication University of China کښې څوارلس چينيانو پښتو زده کوله ۔ په ۲۰۱۵ کښې پروفېسر Che Hongcai په خپله يوه انټرويو کښې ووئېل چې زما دا قاموس په دې وخت کښې تر دېرشو پورې کسان کاروي ۔ په دې کښې زيات د سي ار ائي، کسټم او د دفاع خلق شامل دي ۔
Che Hongcai وائي چې زۀ ډېر خوشحاله ېم چې ما د دواړه ملکونو په کلتوري اړيکو په جوړولو کښې خپل خدمت کړے دے ۔

خبره دا ده چې ملکونه ژبې د خپلو مفادو د پاره زده کوي خو چې د کومو خلقو ژبه څومره عامه شي او په مختلفو ملکونو کښې لوستلے کيږي نو دا يواځې د هغه ملک د پاره نۀ بلکې د هغه ژبې د ويونکيو خلقو د پاره هم ډېرې ګټې لري ۔ د چين په نارت ويسټ پوهنتون کښې د پاکستان سټډي سنټر د ډائريکټر ، ډاکټر فخر الاسلام صېب په مرسته د پښتوتدريس شروع شۀ چې ډير د خوشحالۍ خبر دے ۔ د دې سره به د پښتو ژبې او ادب استاذانو او طالب علمانو د پاره د تګ راتګ لارې پرانستے شي او د يو بل د علمي او تحقيقي صلاحيتونو نه به خلق فائده واخلي ۔ فخر الاسلام صېب په ايډمنسټرېشن، تعلقات عامه، تدريس او نصاب سازۍ کښې يوه ښۀ پوهه او تجربه لري نو که چينيانو د پښتو څانګې د پرانستلو د پاره د دوي د خدماتو استفاده اوکړه نو دا زمونږ د پاره د فخر خبره ده ۔ مونږ له پکار دي چې د دنيا د نورو خلقو ژبې هم ايزده کړو او د خپلې ژبې د ترويج هم پوره پوره کوشش اوکړو ۔ د افغانستان صدر چې د چين دغه پروفېسر ته د پښتو د خدماتو په اعتراف کښې سېد جمال الدين افغاني ايوارډ ورکوي نو دا ځکه چې هغه په دې پوهه دے چې پښتو څومره خوريږي او ترقي کوي نو د دې سره به پښتانۀ هم ترقي کوي ۔ هغه دا سوچ نۀ کوي چې دې پروفېسر که د پښتو کوم خدمت کړے دے نو دا خو ېې د خپل وطن د پاره کړے دے نو زۀ ورله ولې ايوارډ ورکړم ۔ چې څوک هم د پښتو ژبې د ترقۍ د پاره هلې ځلې اوکړي نو بائد چې ستائېنه يې اوشي ۔ يو ځل بيا فخرالاسلام صېب ته مبارکي ورکوم او نورو ملګرو ته دا خواست کوم چې مونږ ټولو له پکار دي چې دا ډپلوميسي اوکړهاو پښتو د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسوو ۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه