ويب ډیسک
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوشنبه شپه یوه امنیتي جلسه رابللې وه چې پرته له لوي درستیز نور چارواکي پکې حاضر وو. د «واگنر» ملیشې غړو ته په خطاب کې پوتین وویل چې یا په دفاع وزارت کې ځانونه ثبت کړي، یا بیلاروس ته ولاړشي او یا په کور کښیني.
تر پوتین مخکې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ویلي وو چې افریقا کې د «واگنر» ماموریت به د پخوا په شان دوام لري. واگنر په ۱۵ افریقایي هیوادونو کې نږدې ۵۰۰۰ افراد لري. ددې ډلې مشر «ایوگیني پریگوژین» هم پرون خبرې وکړې او ویې ویل هدف یې د واگنر ژغورل وو نه کودتا کول.


