سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ د ۹ مې د پېښو په تړاو له ارزونو وروسته...

پاکستان پوځ د ۹ مې د پېښو په تړاو له ارزونو وروسته د پوځ یو جنرال او ۳ نور افسران له دندو لرې کړي

ویب ډیسک

‏د پاکستان د پوځ مطبوعاتي اداره وایي، د مې میاشتې ۹ مې د پېښو په تړاو له ارزونو وروسته د پوځ یو جنرال او ۳ نور افسران له دندو لرې شوي او د ۱۵ نورو پر وړاندې تادیبي اقدامات ترسره شوي دي.

ادارې زیاته کړې یاد کسان له دې امله ګوښه شوي چې د مې په ۹مه د عمران خان د پلویانو له لوري لاریونونو پرمهال د پوځي مرکزي قومندانۍ، جناح هاوس او نورو پوځي تاسیساتو په امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلي دي.

د روان کال د مې میاشتې په ۹مه نېټه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د نوموړي پلویانو له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل چې له امله یې د پوځ د مرکزي قومندان د کور ترڅنګ ځينې نورو تاسیساتو ته زیان واوښت.

د معلوماتو له مخې، د تاوتریخوالي او وراني په تور ۱۰۲ تنه لاریونوال نیول شوي چې په پوځي محاکمو کې پرې قضیې روانې دي.

‎#Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه