دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوتین د واگنر ملیشې غړو ته، یا په دفاع وزارت کې ځانونه...

پوتین د واگنر ملیشې غړو ته، یا په دفاع وزارت کې ځانونه ثبت کړي، یا بیلاروس ته ولاړشي او یا په کور کښیني.

ويب ډیسک

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوشنبه شپه یوه امنیتي جلسه رابللې وه چې پرته له لوي درستیز نور چارواکي پکې حاضر وو. د «واگنر» ملیشې غړو ته په خطاب کې پوتین وویل چې یا په دفاع وزارت کې ځانونه ثبت کړي، یا بیلاروس ته ولاړشي او یا په کور کښیني.
تر پوتین مخکې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ویلي وو چې افریقا کې د «واگنر» ماموریت به د پخوا په شان دوام لري. واگنر په ۱۵ افریقایي هیوادونو کې نږدې ۵۰۰۰ افراد لري. ددې ډلې مشر «ایوگیني پریگوژین» هم پرون خبرې وکړې او ویې ویل هدف یې د واگنر ژغورل وو نه کودتا کول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه