پښتو جرنل
د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني په اختریز پیغام کې ویلي چې .
د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی.
د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»!
منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نه یوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو.
له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي.
اشرف غني زیاته کړه چې
موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي.
ښاغلي غني زیاته کړه اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سؤ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي.
د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم.


