سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې تقریباً درې نیم میلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي

افغانستان کې تقریباً درې نیم میلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي

ويب ډیسک

‏د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو اداره UNODC وايي‌، افغانستان کې تقریباً درې نیم میلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي چې د ټول نفوس نږدې ۱۰ سلنه جوړوي.

یاد سازمان همداراز وایي‌، چې افغانستان کې د نشه‌یي توکو د روږدو د درملنې مرکزونه له ستونزو سره مخ دي، په ۲۰۲۱ کال کې د ت.البانو له واکمنۍ وروسته یې نړیواله بودیجه پای‌ته رسېدلې او په ټيټ معاش لږ روزل شوي کسان د روږدو درملنې ته پاتې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او مت افتامینو د تولید لوی هېواد ګرځېدلی چې زیاتره یې بهر ته قاچاق کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو حکومت وايي، د مخدره موادو د کر او قاچاق په مقابل کې یې جدي اقدامات کړي او له کابل او ځینو نورو ښارونو د روږدو راټولول خپله لویه لاس ته راوړنه بولي.

بل خوا تېره اونۍ واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې ویلي ؤ چې د ځینو ت.الب مشرانو کورنۍ د شتمنۍ موندلو لپاره د نشه‌يي توکو د قاچاق په غیرقانوني اقتصاد تکیه دي.

‎#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه