ويب ډیسک
رویټرز اژانس خبر ورکوي، چې ت.البانو د کندهار ولایت کې په یوه لیک کې امر کړی، چې سپین بولدک پولې ته نږدې د کډوالو پروژو کې دې د ښځو کار بند شي.
د کندهار د والي ویاند د لیک پخلی کړی او ویلي یې دي، په سپين بولدک کې د کډوالو د برخې ټولو سازمانونو ته یې ویلي، چې ښځینه کارکوونکې دې یې کار ته نه ورځي او تر امر ثاني پورې دې کورونو کې کېني.
په لیک کې راغلي، چې د غیردولتي موسساتو ښځینه کارکوونکې تر امرثاني پورې کار ته د تللو اجازه نه لري، خو «له بده مرغه ځينې همکارو ادارو خپلې ښځینه کارکوونکې ور وغوښتي دي». په لیک کې دا عمل د تا.لبانو د مشر له فرمانه سرغړونه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ناروې د کډوالو شورا سازمان مشر ویلي


