ويب ډیسک
د راپورونو له مخې ۳ افغان کډوالو د ایران پلازمېنې تهران اړوند خاوران ښارګوټي يوې کارخانه کې د اورلګېدنې له امله خپل ژوند بایللی او څلور نور کارکوونکي ټپيان شوي.
د پېښې اصلي قربنيان د افغانستان د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي بلل شوي.
ایراني چارواکو په دې تړاو لا تر دې دمه رسماً څه نه دي ويلي.
ایران يو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر شمېر افغان کډوال په کې مېشت دي او ډېره برخه يې هلته په شاقه کارونو بوخت دي.
ت.الب چارواکو لا تر اوسه د دې پېښې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.


