ويب ډیسک
شپږ کلن افغان ماشوم چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې پر وخت له مور او پلار پرته امريکا متحده ایالاتو ته انتقال شوی ؤ، د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د امریکایي رسنیو په وینا، دا ماشوم چې د دولت تر سرپرستۍ لاندې پالل کېده، په یوه ناعلاجه ناروغۍ اخته ؤ، چې بېلابېلو ځایونو کې یې درملنه شوې، خو بالاخره د جون په ۱۳مه نېټه مړ شوی دی.
یوه امریکایي چارواکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا په روان کال کې د درېیم داسې افغان ماشوم مړینه ده چې بې له سرپرسته او کورنۍ د تخلیې په پروسه کې امريکا ته انتقال شوي ؤ.
د امريکا د روغتیا او بشري چارو ادارې د دې ماشوم مړینه تائید کړې او کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ویل کېږي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې په بهیر کې ډېر شمېر افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول امريکا ته انتقال شوي دي.


