دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایلن ماسک وايي غواړم راتلونکی کال هند ته سفر وکړم او هلته...

ایلن ماسک وايي غواړم راتلونکی کال هند ته سفر وکړم او هلته پانګونه وکړم.

ويب ډیسک

نوموتي شتمن ایلن ماسک د هند صدراعظم نرېندرا مودي سره ليدنه کې ويلي، غواړم راتلونکی کال هند ته سفر وکړم او هلته پانګونه وکړم.

مودي چې دمګړی د امريکا په سفر دی، په دې ليدنه کې يې د هند او امريکا تر منځ د پانګونې په ظرفيتونو او نورو مسايلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ايلن ماسک همداراز ويلي، د مودي مينه‌وال دی او دغه سړی (مودي) د هند د پرمختګ لپاره په رښتيا هم کار کوي.

د ټېسلا کمپنۍ او د ټوېټر مالک ماسک زیاته کړې، “مودي سره له يوې مودې راهيسې پېژنم او زه د هند راتلونکې په اړه خوشبين يم”.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه