ويب ډیسک
د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
وژل شوي پوځیان د لکي مروت اوسېدونکي ۲۹ کلن ګل روف او ۲۳ کلن عابدالله ښودل شوي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې سیمه کې یې د ترهګرۍ ختمولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
له دې وړاندې هم د جون په یوولسمه نېټه میرانشاه کې د پوځ او وسلهوالو ترمنځ نښته کې ۳ پوځیان وژل شوي ؤ.


