ويب ډیسک
نوموتي شتمن ایلن ماسک د هند صدراعظم نرېندرا مودي سره ليدنه کې ويلي، غواړم راتلونکی کال هند ته سفر وکړم او هلته پانګونه وکړم.
مودي چې دمګړی د امريکا په سفر دی، په دې ليدنه کې يې د هند او امريکا تر منځ د پانګونې په ظرفيتونو او نورو مسايلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
ايلن ماسک همداراز ويلي، د مودي مينهوال دی او دغه سړی (مودي) د هند د پرمختګ لپاره په رښتيا هم کار کوي.
د ټېسلا کمپنۍ او د ټوېټر مالک ماسک زیاته کړې، “مودي سره له يوې مودې راهيسې پېژنم او زه د هند راتلونکې په اړه خوشبين يم”.


