ويب ډیسک
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د افغانستان او ایران د پولې په اړه وايي، چې د ایران سرحدي ځواکونه قوي او قاطع دي، خو ت.البان قوي امنیتي سیستم نه لري او په وینا یې دا ستونزه له پخوا هم موجوده وه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه زیاته کړې، په رامنځته شویو مواردو کې قوي چلند شوی او اوس په پولو کې ستونزه نشته. احمدي ګواښ کړی چې ترهګر له پولو د ناوړه ګټې اخېستو هڅه کوي، خو زیاتوي: «هغوی باید پوه شي چې پرېښودل کېږي نه او د خپلو اعمالو سزا به ورکول کېږي.»
وحیدي وايي، ت.البانو ته یې یادونه کړې چې پر خپلو ځواکونو دې پام وکړي او په وینا یې، د ایران سرحدي ځواکونه په پوره قوت د خپلو ملي ګټو دفاع کوي او هېچا ته په پولو کې د تخطۍ اجازه نه ورکوي.
نږدې درې اونۍ مخکې نیمروز ولایت کې، پر پوله د ت.البانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


