ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نارینه او ښځینه زدهکوونکو د مسمومېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانان له ویرې او محدودیتونو پرته د زدهکړو مستحق دي.
وېسټ زیاته کړې چې د زدهکوونکو د خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه لري او ټینګار کړې چې افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید تدابیر ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده روانه اونۍ د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ دوو ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ زده کوونکي او ۶ ښوونکي په مرموز ډول مسموم شوي ؤ چې دې کړنې په ملي او نړیوالو کچه غبرګونونه راپارولي دي.
#USA #Afghanistan


