ويب ډیسک
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پوځ او وسلهوالو ترمنځ نښته کې ۲ پاکستانی پوځیان وژل شوي او ۲ نور شدید ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر وایي، د نښتې په لړ کې دوه وسلهوال هم وژل شوي دي.
پرون هم په بنو کې د پاکستاني پوځیانو او مخالفو وسلهوالو نښته کې دوه پوځیان ټپيان شوي ؤ.
د پاکستان د سولې انستتیوت یوه اونۍ مخکې په یوه راپور کې ویلي ؤ، چې پر افغانستان د ت.البانو له واکمنۍ وروسته یاد هېواد کې وسلهوال بریدونه ۷۳ سلنه لوړ شوي دي.
#Pakistan


