ويب ډیسک
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ وايي، ت.البانو ورته ویلي چې په نادولتي موسساتو کې د ښځو د کار پیل پر کړنلاره کار روان دی او ژر به بشپړه شي.
ایګلنډ له اسوشیتډپرس سره په مرکه کې ویلي، ت.الب مشرانو سره په کتنه کې ورته ویل شوي چې په نادولتي موسساتو کې د ښځو د کار کړنلاره نهايي کېدو ته نږدې ده، خو دقیق یې وخت یې ورته نه دی ښودلی.
د ایګلنډ په وینا، ت.البانو ورته ویلي د کړنلارې دقیقه نېټه په دې خاطر نه شي ښودلی چې هر څه باید د دې ډلې د رهبر له لوري تایید شي.
هغه وایي په دې کړنلارې له میاشتو راهیسې کار روان دی او ډېرې ستونزې یې حل شوې دي.
بل خوا د ت.البانو د مالیې وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب، د دې څرګندونو په اړه ویلی چې د تایید یوازینۍ مرجع د دوی حکومت دی او که له بلې سرچینې داسې څه خپرېږي، دوی یې مسؤلیت نه لري.
هغه زیاته کړې چې د نادولتي موسساتو د لارښود په اړه خبرې اترې لا له وخته مخکې دي.


