دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتمساحګانو په کمبوډیا کې یو سړی خوړلی

تمساحګانو په کمبوډیا کې یو سړی خوړلی

ويب ډیسک

شاوخوا ۴۰ تمساح ګانو په کمبوډیا کې یو سړی وروسته له هغه وخوړ چې نوموړی د تمساحګانو محوطې ته ولوېد.

د جمعې په ورځ مۍ ۲۶ (غبرګولي پنځمه)د کمبوډیا په سیم ریپ ښار کې ۷۲ کلن لوان نام په خپل کورني فارم کې هڅه کوله چې یو تمساح له هغې پنجرې څخه وباسي چیرې چې یې هګۍ اچولې وې، چې تمساح پرې برید وکړ او هغه یې دننه کش کړ.

وروسته ټول تمساح ګان پر هغه راټول شول او د هغه بدن یې ټوټې ټوټې کړ او د فارم کانکریټ ځمکه او دیوالونه یې په وینو ولړل.

د سیم ریپ د محلي پولیسو مشر، مې سوري فرانس پرس ته وویل: “هغه هڅه کوله چې د هګیو اچولو له پنجرې څخه تمساح وباسي چې تمساح د هغه په لاس کې لښته ونیوله او ددې لامل شو چې نوموړی د تمساحګانو محوطې ته ولویږي. وروسته نورو تمساحګانو پرې برید وکړ او د مرګ تر شیبې یې هغه پرې نښود.”

د پولیسو مشر وویل یوې تمساح د لوان یو لاس پرې کړی او خوړلی دی.
لوان نام د سیمې د تمساحګانو د فارمونو د اتحادیې مشر و. د پولیسو د مشر په وینا، د هغه کورنۍ له کلونو راهیسې له نوموړي غوښتنه کوله چې د تمساحګانو له ساتلو لاس واخلي.
د پولیسو د معلوماتو په اساس، په همدې سیمه کې، یوه دوه کلنه نجلۍ په ۲۰۱۹ کال کې په خپل کورني فارم کې د تمساحګانو محوطې ته له داخلېدلو وروسته تمساحګانو خوړلې وه.

د کمبوډیا د تاریخي معبد “انګکور واټ” ته څېرمه په دغه سیمه کې د تمساحګانو ډېر فارمونه شته.

ځايي خلک تمساحګانې د هغو د هګیو، پوستکي او غوښې دپاره پالي او کوچني تمساحګانې پلوري.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه