ويب ډیسک
د افغانستان او چین ترمنځ، له کابل تر اورمچي د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري مستقیمې الوتنې پیل شوې.
ت.الب مشرانو ویلي، یاد پروازونه به د افغانستان او چین پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي.
یادې الوتنې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بندې شوې وې.
د افغانستان او چین ترمنځ الوتنې په داسې حال کې پيل کېږي چې چین د افغانستان طبیعي سرچینو ته لیوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د پانګونې خبره کړې ده.
بل خوا شنونکي پر دې باور دي چې چین غواړي افغانستان کې د پانګونې له لارې د دې هېواد پر طبیعي سرچینو کنترول ترلاسه کړي.


