ويب ډیسک
د ت.البانو بهرنیو چارو وزارت وایي، بلغاریا کې د یوې غمجنې پېښې له امله د شهید شویو افغانانو جسدونه هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د یادو افغانانو د جسدونو لېږد بهیر د بلغاریا هېواد د محکمې د فیصلې ځنډ او د دغه جسدونو رالېږدونکو شرکتونو ته د پیسو لېږد په برخه کې ستونزو له امله له ځنډ سره مخامخ شوی ؤ.
ت.البانو یو ځل بیا پر ټولو افغانان غږ کړی چې د ناقانونه او قاچاقي لارو له امله دې خپل ژوند په خطر کې نه اچوي.
دغه ۱۸ تنه افغانانو د روان رېږدیز کال د فبروري په ۱۷مه نېټه د بلغاریا پلازمېنه صوفیا کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې غوښتل یې اروپا ته لاړ شي خو په یوه کانټینر کې یې ساه بنده شوې وه.


