ويب ډیسک
د پاکستان شمال لويدېځ په دره آدم خېل کې د دوو قومونو ترمنځ د ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر شخړه کې ۱۶ تنه وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.
د راپورونو له مخې ياده پېښه تېره ورځ (د مې ۱۵مه) په نيمه قبايلي سيمه “دره آدم خېل” کې شوې ده.
ځايي چارواکو ويلي، د دغو دوو قومونو استازي تېره ورځ د لانجې د هوارۍ لپاره راټول شوي ؤ، خو د ستونزې د حل پر ځای نښته رامنځته شوې او ياد شمېر کسان وژل شوي دي.
#Pakistan


