ويب ډیسک
د ترکيې ولسمشريزو ټاکنو ۹۷.۸ سلنه رايو په شمېرلو سره رجب طيب اردوغان ۴۹.۳۷ سلنه رايې ترلاسه کړي او سيال يې کمال قليچدار اوغلو ۴۴.۹۰ سلنه رايې خپلې کړې دي.
په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان انقره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي دي چې که څه هم وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوي، خو موږ مخکښ یو.
اردوغان همداراز زیاته کړې چې “که زموږ ملت دويم پړاو ته د تګ پرېکړه کړي وي، موږ به يې درناوی وکړو.”
د راپورونو له مخې که د پایلو لړۍ همداسې دوام وکړي، ښايي ټاکنې دويم پړاو ته وغځېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د رجب طيب اردوغان سيال ګوند په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کړې او دولتي بنسټونه يې د اوسني ولسمشر په ګټه ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړي دي.
#TurkeyElections #Turkey #Erdogan


