دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا،اجزاګانې وحشتناکې او له ملي او بین‌المللي قوانینو سره په ټکر کې...

ا،ا،اجزاګانې وحشتناکې او له ملي او بین‌المللي قوانینو سره په ټکر کې دي.

ويب ډیسک

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د ت.البانو له لوري ورکول کېدونکې جزاګانې وحشتناکې او له ملي او بین‌المللي قوانینو سره په ټکر کې دي.

کمیسیون همداراز زیاتوي چې ت.البانو په دې کار سره ټول انساني ارزښتونه او د عادلانه محاکمې معیارونه تر پښو لاندې کړې دي.

یاد کمیسیون دا ډول پټې او له ابتدايي اصولو لرې محاکمې صحرايي بللي او ټینګار یې کړی چې متهمین باید د محکمې درې پړاونه تېر کړي او د مدافع وکیل ترڅنګ د عادلانه محاکمې اړوند نورو معلوماتو او اسانتیاو ته لاسرسی ولري.

د بشري حقونو کمیسیون له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې څو په ت.البانو فشار راوړي چې له دې جزاګانو ورکولو لاس واخلي او د افغانانو د قرباني کېدو مخه ونیول شي.

د ت.البانو د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني ویلي ؤ، د هېواد په کچه یې ۱۷۵ د قصاص، ۷۹ د دیت، ۳۷ د سنګسار او ۴ تر دېول لاندې کولو د جزاګانو پرېکړې کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه