لیکنه : مولانا خانزېب
دلته لوئي لوئي میدانونه د اتڼ وو
ادیرې وړی وړی وې ماته ېاد شي.
د پښتنو د قبيلو د اتڼ ډېر قسمونه دي، تاريخي توګه باندې اتڼ د پښتنو قامي دود دې نه د کمې قبيلې ، اتڼ پښتانه د خوښې او لښکرو په وخت د نغارې په ډنګ کوي.
په افغانستان کښې تراوسه په اتڼونو کښې ېو د تالبا نو اتڼ هم دی پخوا به په جوماتونو کښی هم ت ا ل ي بانو اتڼ کولو د جومات بروزه به اکثر د اتڼ په مستی کښی د جومات په بشونو پورې انښتې وه.
د ت ا ليبانو په اتڼ پسې په پښتو کښی یو مشهور متل هم دی وائي د اتڼ په مستې کښی یوتن ترې د لوئي پانډ نه لوېدلې وو د لاندې نه ئې نورو ته غږ کړې وو چې زه رولوېدم خوږ شوم د اتڼ نه اووتلم خو ستاسې نه اتڼ سوړ نشي.
صادق ژړک صېب د اتڼ په اړه ليکي! اتڼ له پخوا راهسې د پښتنو لرغونې دود دې د پښتنو اتڼ په ټوله نړۍ کښې ځانګړې ارزښت لری په نوره نړۍ کښی فقط د خوښې په وخت کښی ګډا وي خو پښتانه ئې په جنګ او لښکر کښی هم کوي د پښتنو اتڼ تشه ګډا او تاوېدل نه وي بلکې پوره د ېو جنګي تربيت پشان دضابطې پابند وي.
اخون دروېزه هم په پير روښان د انتقاد په توګه وائي چې دوئې ښځې سړي ېو ځائې ناست وي او اتڼونه سره کوي. څومره چې په پښتنو کښې ګړدودونه دي دومره شمېر پکښی اتڼونه دي ، په جګړه کښی به ځوانان په ډول باندی اتن ته تلل . ژړک صېب زیاتوي دغه راز دا خبره کول چې د سروبي تر مارګلی کم پښتانه دي پدوئې کښی اتڼ نشته دا خبره په تاريخي توګه ځکه سمه نه ده چې باچاخان پخپل کتاب کښی ليکي چې په اخترونو کښی به مېلی لګېدلی اتڼونه به کېدل.
د باچاخان د خبری څرګنده ده چې سل کاله وړاندې د اشنغر په ډاګونو کښی اتڼ کېدو ، دغه راز اتڼ او ګډا بېل بېل دي اتڼ په ګډه وي او ګډا ېو کس کوي ،
په باجوړ کښې د سړو اتڼ اوس نه کول شي خو تر نزدې وخت پورې د ښځو ېو اتڼ د ، ناري ګوښ ، په نامه په ودونو کښی په کور کښی به کول شو په ناري ګوښ کښی ، تش منګۍ ، په سر به ښځو اتن کولو د ختمېدو په وخت ېوه ښځه پخپل نوبت په دائره کښې منګۍ ځمکی ته په ګوزارلو سره ختم شي.
نور الامين ايسپزی صېب پخپل کتاب( فولکلور او د پښتنو فولکلور ) کښی د اتڼ په اړه ليکي!
د پښتنو خپله ګډا اتڼ دې د ډمو هيجړاګانو ګډول او سپي جنګول زمونږ کلتور نه دې د ښځو ګډول د هند اثر دې (د زنانو د خوشالوښادو د کور دننه په ورشو ګودر په وخت د اتڼ خپل رواېات دي چې په ځنې سيمو کښې ناري ګوښ هم ورته وائلې شي ) د اتڼونو زېاتره ،نارې مېرمنو جوړې کړي خو اتڼونه ځوانان کوي د پښتنو د هرې قبېلې خپل خپل اتڼ وي او ددغه اتڼونو خپلې خپلې نارې او سندرې . د اتڼ خپله قاعده او قانون وي . ځنې پوهان اتڼونه جنګي مشقونه بولي خو زه ئې د پښتون قام دننه د موجود مستې او د دوئي د جلال او جمال ښکاروندوېه ګڼم اتڼ پښتانه په ګډه د کورس په څېرکوي چې د پښتنو د اجتماعي ژوند او په ګډه د خوشالې مانځلو ېو ښه انداز دې.
ډول به شم اتن به شم شغار به شم د څنړو
بېا به ت ا ليبان د جوماتونو په ګډا کړم.


