سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانتونیو ګوتریش وایي، د دوحې ناسته د ا،ا،ا د رسمیت پېژندلو لپاره...

انتونیو ګوتریش وایي، د دوحې ناسته د ا،ا،ا د رسمیت پېژندلو لپاره نه وه.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، د دوحې ناسته د ت.البانو رسمیت پېژندلو لپاره نه وه.

انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه د هېوادونو ځانګړو استازو ناستې پای کې ویلي، د غونډې ګډونوال د افغانستان ثبات په هکله اندېښمن ؤ، که څه هم موږ له محدودیتونو سره مخ یو خو دې نتیجې ته رسېدلي یو چې ټولې خواوې باید د افغانستان په اړه همغږي چلند ولري.

انتونیو ګوتریش په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ته په اشارې زیاتوي چې د ښځو پر حقونو د پرله پسې بریدونو شاهدان یو، موږ باید خپل غږ پورته کړو.

د هغه په وینا د غونډې ګډونوالو د ښځو پر زده‌کړو او کار د ت.البانو بندیزونه په یوه غږ وغندل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د کړکېچ د پېچلتیا ارزونه ستونزمنه بللې او ویلي یې دي چې ۹۰ سلنه افغانان بې وزلۍ کې ژوند کوي، ۶ میلیونه ماشومان، نارینه او ښځې د قحطۍ سره مخ دي.

ګوتریش افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوازینۍ ستونزه مالي مرستې یادوي او وایي چې د ژمنه شویو مالي مرستو څخه لږه اندازه یې ترلاسه شوي دي.

هغه زیاتوي افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د پام وړ شتون، د یوه جامع حکومت نشتوالی، د ښځو وضعیت خرابوالی او د نشه‌یي توکو د قاچاق مسله ټول یو له بل سره تړلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا دغه سازمان دوه لسیزې د افغانانو سره پاتی شوی او له دې وروسته هم د دغه هېواد وګړو ملاتړ ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو دوه ورځنې ناسته ترسره شوه چې لومړیو کې ویل کېده د ت.البانو په رسمیت پېژندې به په کې بحث وشي.

‏#Afghanistan #DohaMeeting #Doha #دوحه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه