دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامريکا او ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په ګډه او له...

امريکا او ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په ګډه او له نږدې کار کوي

ويب ډیسک

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتريش سره په ليدنه کې ويلي، چې امريکا او ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په ګډه او له نږدې کار کوي.

نوموړي زياته کړې، د ت.البانو لخوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات د دوی او نورو هېوادونو ګډه اندېښنه ده او د دغه مسايلو په اړه همکاري او همغږي له بل هر وخته حياتي ده.

دغه ليدنه چې تېره ورځ (پنجشنبه) د بلېنکن دفتر کې ترسره شوې دواړو خواوو په کې د افغانستان سربېره د اوکراين او سوډان وضعيت په اړه هم بحث کړی دی.

ياده ليدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې تمه نږدې څو ورځو کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه نړيواله ناسته ترسره شي.

#USA #UN #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه