ويب ډیسک
د ت.البانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي تېر کال د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، نږدې ۶۹ ټنه زعفران د هوا له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
یاد وزارت رسنیو ته ویلي، دغه اندازه زعفران هند، چین او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي، چې له هغه ځایه امریکا، ايټالیا، مراکش او نورو اروپایي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د جمهوري نظام پر وخت د هئواد په بېلابېلو ولایاتو کې د زعفرانو د کښت د ترویج هلې ځلې شوي او د نړیوالو بازارونو ته د لېږد لپاره یې د هوایي دهلېزونو ترڅنګ ګڼې آسانتاوې رامنځته شوې وې.
زعفران چې په درملو، چایو او خوړو کې کارېږي، خصوصاً د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ډېر کرل کېږي او د نړۍ په کچه د لوړ معیار او کیفیت لرونکي دي.
#Afghanistan #AfghanSaffron


