ويب ډیسک
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتريش سره په ليدنه کې ويلي، چې امريکا او ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په ګډه او له نږدې کار کوي.
نوموړي زياته کړې، د ت.البانو لخوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات د دوی او نورو هېوادونو ګډه اندېښنه ده او د دغه مسايلو په اړه همکاري او همغږي له بل هر وخته حياتي ده.
دغه ليدنه چې تېره ورځ (پنجشنبه) د بلېنکن دفتر کې ترسره شوې دواړو خواوو په کې د افغانستان سربېره د اوکراين او سوډان وضعيت په اړه هم بحث کړی دی.
ياده ليدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې تمه نږدې څو ورځو کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان په اړه نړيواله ناسته ترسره شي.
#USA #UN #Afghanistan


