ويب ډیسک
۲۸ کلن اقلیمالله چې ویل کېږي ذهني توازن یې سم نه ؤ، خپل څلور بچي ۹ کلن اویس، ۷ کلن ابوزر، پنځه کلنه مریم او ۳ کلن صفیان یې په ډزو وژلي دي.
د ماشومانو مور شازیه بي بي په لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې د پېښې پر وخت کور کې نه وه او وروسته خبر ورکول شوی دی.
هغې زیاته کړې چې مېړه یې له څه وخته تر عصبي درملنې لاندې ؤ.
پولیسو د پېښې له ځایه یوه تمانچه او ګڼ شمېر مرمۍ ترلاسه کړي دي.
#Bannu #Pakhtunkhwa


