ويب ډیسک
په پراګ کې د افغانستان سفیر وایي، نړۍ باید د بشردوستانه او نړيوالو دلایلو له مخې ځان د افغانستان په مقابل کې مسوول احساس کړي.
نوموړی په دوحه کې د افغانستان د ځانګړو استازو راتلونکې ناستې ته په اشارې وایي، یاده غونډه دا اطمینان رامنځته کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ د توجه وړ هېواد دی.
اریوبي ټينګار کوي چې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او د موثر او شفاف وېش لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه ویلي ؤ، چې دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړېږي. هغه د یادې غونډې په اړه یې نور جزئیات نه دي روښانه کړي.
#UN #Afghanistan


