دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني...

د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې محلي ټولګي هم تړلي

ويب ډیسک

د طالبانو د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې هغه محلي ټولګي تړلي چې د یونسیف او نورو تعلیمي موسساتو له لورې جوړ شوي او تمویلیږي.
په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل دویچه ویله ته په یو استولي پیغام کې دغه موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه »د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې ده.»
متوکل همدا راز ټینګار کړی، چې دغه پرېکړه تر امرثاني پورې شوې او طالب مشران د دغه موسساتو له مسوولینو سره په خبرو اخته دي. خو متوکل دا نه ده روښانه کړې چې ملاحظات په کومه برخه کې دي.
د ملګرو ملتونو له ملاتړ دغه برخمن محلي ټولګي د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چېرته چې ماشومان ښوونځیو ته لاس ‌رسی نه ‌لري.
طالبانو د دغه محلي ټولګیو د تړلو پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې له دې څو ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د طالبانو دغه پریکړه د ملګرو ملتونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او ویلې یې دي چې د دوی ادارې په افغانستان کې د خپلو چارو په ارزونه اخته دي چې د راتلونکې میلادي میاشتې تر پنځمې نېټې به وروستۍ پرېکړه وکړي چې افغانستان کې خپلو چارو ته په څه ډول ادامه ورکړي.
د طالبانو له لوري د محلي ټولګیو د تړلو پرېکړې په اړه تر اوسه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو څه نه دي ویلي.
طالبانو لا دمخه تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی او په ځانګړې توګه ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لمن مخ په پراخیدو ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه