ويب ډیسک
د هند حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره یو هوکړهلیک لاسليک کړ، چې له مخې به یې نږدې ۱۰ زره میټریک ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته ولېږل شي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې هوکړهلیک د هند د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام ادارې ترمنځ په ممبي کې لاسلیک شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډاډ ورکړی، چې د افغانستان آسیب پذیره قشر ته د مرسته شویو غنمو د ژر رسولو لپاره لازم زېربنايي وسایل لري.
یاد مرسته شوي غنم چې د چابهار بند له لارې به افغانستان ته لېږل کېږي، د هغو مرستو پنځمه جوپه ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري افغانستان کې اړمنو ته ورکول کېږي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د چابهار له لارې د مرسته شویو غنمو لېږل په دې معنی دي چې هند له افغانستان سره بشري مرستې د پاکستان له لارې نه لېږي.
#Afghanistan #India


