دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبر پښتونخوا د خزانې اداره وایي، چې مامورینو ته له اختر...

د خیبر پښتونخوا د خزانې اداره وایي، چې مامورینو ته له اختر مخکې د معاش ورکولو لپاره ورسره پیسې نشته.

ويب ډیسک

د خیبر پښتونخوا د خزانې «مالیې» اداره وایي، چې مامورینو ته له اختر مخکې د معاش او تقاعد ورکولو لپاره ورسره کافي پیسې نشته.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا کابینې پرېکړه کړې، چې د روانې اپرېل میاشتې معاش او تقاعد به د پيسو د نه شتون له امله په را روان جون میاشت کې ورکول شي.

د خزانې د ادارې سرچینو رسنیو ته ویلي، که چېرې د خیبر پښتونخوا حکومت د مامورینو معاش او تقاعد ورکوي، نو ایالت له دېوالیه کېدو سره مخ کېږي او حکومت مجبور دی چې د مخنیوي لپاره یې پور واخلي.

د راپورونو له مخې حکومت یوازینۍ انتخاب دا لري، چې په ۲۱ فیصده سود پور واخلي او د معاشونو او تقاعد په لړ کې ۴۵ میلیارده روپۍ ورکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له سخت مالي وضعیت سره مخ دی. د پيسو د نړیوال صندوق مشرې کرسټینا جیورجیوا هیله ښودلې چې پاکستان خپل اوسني شرطونه په بریالیتوب پوره کړي او د سريلانکا او ګانا په څېر له دېوالیه کېدو سره مخ نه شي.

د پاکستان حکومت او پيسو نړیوال صندوق IMF تر منځ خبرې اترې روانې دي، چې د بریا په صورت کې به یې هغه هېواد ته تر یو میلیارد ډالرو پور ورکول شي.

#Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه