یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند په ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان په نوم لیسه تړي

هند په ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان په نوم لیسه تړي

ويب ډیسک

د هند په ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان په نوم لیسه چې له ۲۹ کالو راهیسې فعالیت کوي، اوس د بندېدو له ګواښ سره مخ ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې په یاده لیسه کې نږدې ۳۰۰ افغان زده کوونکي په پښتو او دري ژبو زده‌کړې کوي چې د جمهوري نظام پر وخت یې مالي ملاتړ کېده، خو د تا.لبانو په راتګ یې نه یوازې ملاتړ بند شوی، بلکې په رسمیت یې هم نه پېژني.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دې ښوونځي مالي ملاتړ کاوه، خو وایي اوس چې د تا.لبانو له خوا په رسمیت نه پېژندل کېږي او دا چې دوی هم تا.لبان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، اړ دي چې د یادې لیسې زده‌کوونکي هندي ښوونځیو ته ولېږدوي.

د یاد وزارت یوه چارواکي رسنیو ته ویلي دا چې تا.لبان ښوونځي په رسمیت نه پېژني، په دې معنی ده چې اسناد به یې هم نه منل کېږي، نو د ښوونځي دوام ګټور نه دی. هغه ډاډ ورکړی چې له اړمنو زده‌کوونکو سره به مالي مرستې وشي.

د سیدجمال الدین افغان ښوونځی په ۱۹۹۴ کال کې پيل شوی ؤو چې په ۲۰۰۸ کې منځنی ښوونځي او په ۲۰۱۷ کې لېسه شوه. په همدې کال هند کې د افغان کډوالو په غوښتنه د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې جمهوري نظام د یاد ښوونځي مالي ملاتړ پیل کړی ؤ.

#Afghanistan #india

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه