دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا ناسمې ډیپلوماسۍ داسې پېښې رامنځته کړې چې د جمهوري نظام د...

امریکا ناسمې ډیپلوماسۍ داسې پېښې رامنځته کړې چې د جمهوري نظام د سقوط لامل شوې.

ويب ډیسک

د جمهوري نظام د امنیت شورا د نړیوالو اړیکو عمومي رئیس احمد شجاع جمال وایي، له تا.لبانو سره امریکا ناسمې ډیپلوماسۍ داسې پېښې رامنځته کړې چې د جمهوري نظام د سقوط لامل شوې.

هغه له “The Diplomat” اژانس سره په مرکه کې پر امریکا نیوکه کړې چې له تا.لبانو سره له تړون وروسته یې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د استحکام لپاره له ترتیباتو برابرولو پرته، یې خپل ځواکونه له افغانستانه وویستل.

شجاع جمال چې د جمهوري نظام د سقوط په اړه یې کتاب لیکلی، وایي د امریکا دې ناسمې ډیپلوماسۍ او ناسمې تخلیې د افغانستان د جمهوري نظام اعتبار کم او په سیمه کې یې په اړه لیدلوری بدل کړ او له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یې ملاتړ واخیست.

د جمال په وینا همدې چارې تا.لبان هم را صحنې ته کړل او مشروعیت یې ورکړ، خو په بدل کې یې ترې امريکا هېڅ هم وانخیستل.

نوموړی همدارنګه پر امريکا نیوکه کوي چې د تا.لبانو ټولې غوښتنې یې پوره کړې، خو په بدل کې یې ترې هېڅ هم ونه غوښتل. د شجاع جمال په وینا که دې مسئلې یوازې پر امریکا او تا.لبانو تاثیر لرلای ستونزه نه وه، خو دې هوکړې د جمهوري نظام بنیادونه داسې بدل کړ چې بالاخره د سقوط لامل شو.

دا یوازې شجاع جمال نه دی، بلکې د دوحې پر تړون مخکې پخپله د امریکایي چارواکو او نړیوالو شنونکو له لوري هم نیوکې شوي او دا یې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د تضعیف او بالاخره سقوط لامل بللی دی.

#Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه