سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین وایي، په افغانستان کې د یوه پراخه او ټول شموله سیاسي...

چین وایي، په افغانستان کې د یوه پراخه او ټول شموله سیاسي جوړښت هیله لري

ويب ډیسک

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د یوه پراخه او ټول شموله سیاسي جوړښت هیله لري او زیاتوي، چې په افغانستان کې د معتدلې او محتاطه حکومتدارۍ ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري ۱۱ ماده‌يي اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې د افغانستان حکومت معتدل کورنی او بهرنی سیاست خپل کړي او خصوصاً له ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې وپالي.

چین له تا.لبانو هیله کړې چې د ښځو، ماشومان او ټولو قومي ډلو په شمول دې د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقوق او ګټې خوندي کړي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې د توقعاتو پوره کولو لپاره دې کار وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې چين د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، ارضي تمامیت او د افغانانو د آزاد انتخاب، ملي کلتور او دیني عقایدو درناوی کوي او همدارنګه د افغانستان د سولې او بیارغونې او ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې ملاتړ کوي.

دغه هېواد ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دوه‌اړخیزو او څواړخیزو همکاریو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې له ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطیت سره د ګډې مبارزې لپاره د کار چمتووالی ښودلی دی.

اعلامیه کې پر امريکا غږ شوی، چې له افغانستان سره خپلې ژمنې او پر وړاندې یې مسؤلیتونه پوره کړي او همدارنګه په کې له بهرنۍ مداخلې او نفوذ سره مخالفت هم ښودل شوی دی.

د اعلاميې په دوام راغلي، د افغانستان مسئلې په اړه باید نړیواله او سیمه‌ييزه همغږي پياوړې شي او پر نړۍ غږ شوی چې افغانستان سره بشري او پراختیایي مرستو ته دوام ورکړي.

#Afghanistan #China

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه