سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او ثور انقلاب د ويتنام جګړې قرباني

افغانستان او ثور انقلاب د ويتنام جګړې قرباني

لیکنه : زاهد الله زاهد

د آسيا په جنوبي ختيځ سيمه پروت ويتنام هيواد د دويمې نړيوالې جګړې مخکي د فرانس مستعمره هيواد وو او د دويمې نړيوالې جګړې(١٩٣٩ﺀ=١٩٤٥ﺀ) وروسته د جاپان کالونۍ وګرځېده.
په دويمه نړيواله جګړه کې يوې خوا ته اتحادي ډله جرمني، اټلي ،جاپان او د دې مخالف لوري اتحادي ډله شوروي اتحاد، برطانيه، فرانس او امريکا وه. په دې جګړه کې جاپان د امریکا په وړاندې د ماتې خوړلو وروسته له ويتنام څخه ووتل نو ويتنام د خپلواکۍ اعلان وکړو. د خپلواکۍ اعلان سره سم ويتنام په دوو برخو ووېشل شو چې شمالي برخه کې کمونيستي انقلابيانو د هوچي من په مشري کې د هيواد واګې په خپل لاس کې واخیستې او جنوبي سيمه د امپرياليستي قوتونو ګوډاګیانو په لاس کې واخيسته چې د ويتنام شمالي انقلابي ډلې سره د دويمې نړيوالې جګړې اتحادي سرخېل شوروي اتحاد مرسته او ملاتړ کول او د جنوبي ويتنام سره امریکا مرسته پيل کړه.

په ١٩٦٥ﺀ کې امریکا په جنوبي ويتنام کې خپل پوځي نفوذ زيات کړ او باقاعده د شمالي انقلابي ويتنام سره په جګړه کې ښکېل سو بل خوا د شمالي ويتنام سره کمونيست چين او شوروي اتحاد ودرېدل او په دې ډول د دويمې نړيوالې جګړې اتحاديان د ويتنام په جګړه کې خپل په خپله سره مخامخ شو او سړه جګړه/Cold War خپل نهايي سټېج ته ورسېده. د ويتنام جګړه شا او خوا دوه لسيزې دوام وکړ او په پاى کې ١٩٧٥ﺀ کې امریکا ته ٥٨ اته پنځوس زره پوځي مرګ ژوبلې سره دغه جګړه په ماتې تمامه شوه.
د سړې جګړې په دويم پړاو کې امریکا او او ورسره ټول رجعتي پانګوال اتحاديان د شوروي اتحاد سوسياليستي نظام د مخنیوي لپاره هلې ځلې پيل کړې او په هره بيه يې د ويتنام بدله اخيستل غوښتل.

کله چې په منځنۍ آسیا افغانستان کي په ۶۰ لسيزه کې يو ستر مترقي د آزادۍ غورځنګ د خلق ډيموکراټيک ګوند/PDPA په نوم پيل سو او د شاهي کورنۍ ظاهرشاه د غير معمولي مخالفت وروسته د هغه وراره سردار داود په نوم جمهوري حکومت په ۲۷م اپرېل د کال ۱۹۷۸ء کي را نسکور کړ او د ياد ځانګړي پيښې په هکله نيويارک ټايمز ليکي چي زموږ د چا سره هم خبري اتري وسوې نو هغه به ډېړ خوشاله وو او بې ساري ولوله به يې درلوده چي شاوخوا يو نيم لک افغان ولس د نوي انقلابي دولت په ملاتړ لاريون ته راووتل او دا يې يه يو ستر انقلاب يعني”ثور انقلاب” وبلل.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر جمي کارټر د دفاع سلاکار برزنسکي Brezezinski په وينا چي په ويتنام کي امريکا د کوم ذلت او رسوايي سره مخ سوه د هغې د بدلې او انتقام په موخه په ۱۳ جون کال ۱۹۷۹ء کې جمي کارټر د ۵۰۰مليارده ډالرو په وسيله د تاريخ تر ټولو ستر پټ جنګي عمليات د ” اپرېشن سايکلون ” په نوم پيل کړى وو او استخباراتي او چريکي جګړې له لارې غوښتل چې په يو ډول شوروي اتحاد افغانستان ته راکش کړي تر څو د سړې جګړې آخري رزم ورسره فاينل کړي او د دې لپاره پاکستان ورسره بشپړه مرسته وکړه

په ١٩٥٤ﺀ کې پاکستان له امریکا سره يو تړون لاسلیک کړى وو چې پاکستان به د سوسياليزم په وړاندې په سړه جګړه کې استخباراتي اسانتیاوې چمتو کوي او په همدې کال سپتامبر کې له امریکا، بریتانیا، اسټرالیا، نيوزيلنډ او فلپین سره په سيټو سازمان کې شامل شو چې د کمونيزم د مخنیوي په خاطر جوړ شوى وو او ١٩٥٥ﺀ کې پاکستان، ايران او ترکیه هم د سيټو سازمان کې شامل شو. د دې لپاره پاکستان په خيبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې د سياسي اسلام پالو د روزلو لپاره کمپونه تيار کړو.

کال ١٩٧٩ﺀ کې شوروي اتحاد په افغانستان په دې نيت يرغلل وکړ تر څو امریکا دغه تشيال/خلا ونه نيسي، په دې اړه د شوروي اتحاد له يوه جګپوړي افـسر تورن جنرال «لېف نيکولاېويچ ګورېلوف» سره د يوه خبریال له خوا شوې په يوه اوږده مرکه کې هم يادونه کړې. تورن جنرال «لېف نيکولاېويچ ګورېلوف» په ۱۹۷۵-۱۹۷۹ ز کلونو کې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی پوځي سلاکار و، هغه وايي،
“د امريکا متحدو ایالتونو درواغجنـو معلوماتو ښـه کـار ورکړ. هغوی خپـل کـار ښه ترسره کړ، داسې يو اغېز يې جوړ کړ چې افغانستان تـه بـه راشي او هغه تشـه، چې هلته شته، هغـه بـه ډکه کړي. د هغـوی دې درواغجنـو معلومـاتـو کـار وکړ او زمـور مشرانو هم باور پرې وکړ او هغه وو چې پوځونـه يـې افغانستان تـه واستول.”
په پاکستان کې د افغانستان ثور انقلاب ١٩٧٨ﺀ څخه يو کال مخکې ١٩٧٧ﺀ کې جنرل ضياالحق مارشل لا/ پوځي دکتاتوري پيل کړه او د پاکستان استخباراتي ادارې  پخوانی مشر اختر عبدالرحمن په پينډۍ کې د اتيا هيکټره مځکه د وسلې يو لوى کېمپ تيار کړو چې د جهان وسلې او جنګي تجهیزات به پکښې جمع کېدل او همدې ځاى څخه به پېښور او کوټې ته لېږدول کېدل او په مجاهدينو به وېشل کېدې چې شمېر يې هغه وخت ٨٨اته اتيا زرو ته ورسېدل. د دې جګړې مالي لګښتونه ورځ په ورځ زياتېدل، د ١٩٨٠ﺀ په بهیر کې CIA ٣٠ ميليونه ډالره بودیجه ورته منظوره کړه او پردې سربېره د آل سعود خاندان عرب وهابیانو څخه يې ٤٥ ميليونه ډالره ترلاسه کړه چې  خپله ونډه په دې جګړه کې واخلي او په راروان کال د امريکا مالي مرسته ٥٠ ميليون ډالر ته پورته شوه.

د ويتنام جګړې وروسته په افغانستان کې د امريکا ورسره ټول اسلام د شوروي اتحاد سره لس کاله جګړه کولو سره شوروي اتحاد د ماتې سره مخ سو او شوروي اتحاد په ١٩٨٩ﺀ له افغانستان ووت. په دې جګړه کې د شوروي اتحاد ١٣٣١٠ تنه پوځیان ووژل شول، ١٣لس زره ژوبل او شا او خوا ٣٠٠ تنه بې درکه شول. د مجاهدینو  د سرونو زيان شمېر نه دى مالوم خو د دوه نيم لکه پورې تر لس لکه پورې د ورسره د عام افغان وګړو پورې بېلابېل اټکلونه شوي دي.

په دې جګړه کې امریکا خپل نړیوال مخالف مات کړو، خپله اقتصادي توګه ځواکمن او واکمن پاته شو، پاکستان ايټمي قوت جوړ شو او افغانستان په نړيواله کچه د ويتنام د جګړې قرباني شو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه