دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا کانګرس غړی ټام ملانويسکي وايي، افغانستان کې د امريکا جګړه...

د امریکا کانګرس غړی ټام ملانويسکي وايي، افغانستان کې د امريکا جګړه لا نه ده ختمه شوې

ويب ډیسک

د امریکا متحده ايالتونو د کانګرس غړی ټام ملانويسکي وايي، افغانستان کې د امريکا جګړه لا نه ده ختمه شوې او دوحه کې له طالبانو سره شوی تړون شرموونکې معامله وه.

د نوموړي په وينا، افغانستان کې اوسنی روان وضعيت د افغان ولس لپاره په بشپړ ډول ناورین دی او دا د امريکا او لويديځو هېوادونو د ګټو سره په ټکر کې دی.

دغه امريکايي سناتور له بي بي سي سره مرکه ويلي، له افغانستانه وتلي امريکايي پوځيان خپل ټاټوبي ته نه، بلکې خليج ته ستانه شوي او له خليجه به افغانستان کې د ترهګرو پر ضد ډرون او نور بريدونه کوي، ځکه چې القاعده ډلې ته نوې موقع په لاس ورغلې ده.

هغه په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلو وروستيو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل، امریکا اوس هم خوندي نه ده او دا جګړه نه د افغانانو لپاره ختمه شوې او نه هم امريکايانو لپاره.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې ځينو نورو لوړپوړو امریکايي جنرالانو او سناتورانو هم افغانستان کې د القاعده په شمول د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه