ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز د بشري حقونو تر ټولو د نه زغملو وړ سرغړونه ده.
انتونیو ګوتریش پر ت.البانو غږ کړی چې سمدستي دغه پرېکړه لغوه کړي او ټول هغه اقدامات چې د ښځو او نجونو د کار، زدهکړې او د حرکت ازادي محدودوي، بېرته واخلي.
دې وروستیو کې ت.البانو ننګرهار ولایت کې د یوناما په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي.


