ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، له ۱۹۸۹ کال راهیسې افغانستان کې شاوخوا ۵۷ زره ملکي وګړي له جګړې څخه پاتې شویو ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي.
اوچا د ماینونو خطر د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې تر اوسه له ۱۹ میلیونو څخه زیات ماینونه پاک شوي او له ۴۱۵۰ څخه زیات پېژندل شوي خطرونه پاتې دي چې د ټولنې په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره وژونکی ګواښ دی.
بله خوا د سره صليب نړيوالې کمیټې اعلان کړى، چې تېر کال افغانستان کې د ماینونو چاودنو ۴۵۰ پېښې ثبت شوي، چې په پايله کې يې ٩٩٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوچا له دې وړاندې ویلي ؤ، افغانستان کې د ناچاودو وسلو د پاکولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.


