ويب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه ناسمه ده او ښايي د خلکو کړاوونه ډېر او د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شي.
خلیلزاد وایي، د اسلام او نړیوالو کنوانسیونونو له مخې افغان ښځې د زدهکړو او کار کولو حق لري او دا پرېکړه به له طالبانو سره نړیوال تعامل نور هم پېچلې کړي، چې د افغانستان ګټو ته زیان رسوي.
د هغه په وينا، طالبانو دوحه کې ژمنه کړې وه چې د ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوى کوي.
طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یوناما په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي.


