ويب ډیسک
په متحده ایالاتو کې محکمې په یو غیر معمول حکم کې کې د امریکا د سمندري ځواکونو د یو افسر او د هغې د میرمنې لخوا د یوې یتیمې افغانې ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ خو لا هم د دې ماشومې آینده په ناڅرګند حالت کې ده.
دا ماشومه چې سږ کال اوړی به څلور کلنه شي د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په یوې کلیوالې سیمې کې د امریکا او افغان ګډو ځواکونو په برید کې یې مور پلار، پنځه خویندې او ورور ووژل شول خو دا ژوندې پاتې شوې وه او ټپي شوې وه.
هغه څه باندې ۵ میاشتې د امریکا په یوې نظامي روغتون کې وه او بالاخره یې د افغانستان مخکني حکومت او د سره صلیب نړیوالې ټولنې د کورنۍ غړي پیدا کړل او دا یې ور وسپارله.
ویل کیږي چې دا ماشومه د خپل تره زوی او میرمنې ته یې په افغانستان کې سپارل شوې وه چې تازه یې واده کړی وه.
خو د محکمې په اسنادو کې بیا ویل شوي د امریکا د سمندري ځواکونو افسر جاشوا مست او میرمنې یې سټیفني پداسې حال کې چې دا ماشومه لا په افغانستان کې وه، د متحده ایالاتو د ورجینیا ایالت په یوې محکمې کې د ماشومې د فرزندۍ اسناد سپارلي و او قاضي هم د هغوي غوښتنه منلې وه.
د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر پرته لدې چې د ماشومې خپل خپلوان خبر کړي، د هغې د فرزندي کولو پریکړه وکړه او په محکمې کې یې قاضي ته ویلي و چې دا ماشومه د “څو ورځو ترهګرو مور پلار” لور وه چې په جګړې کې وژل شوي او هغه “بې وطنه یتیمه” ده.
جاشوا مست په محکمې کې دا ادعا هم کړې وه چې د افغانستان حکومت (جمهوري نظام) تیار و چې پدې نجلۍ د خپل واک څخه تیر شي خو دا کار هیڅکله نه و شوی او قاضي له همدې کبله د دې نظامي افسر او میرمنې د فرزندۍ غوښتنه منلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر د همدې افغانې کورنۍ سره مرسته کړې وه چې د افغانستان څخه امریکا ته ولاړ شي.
دغه افغان کورنۍ ادعا کوي چې امریکا ته تر راتګ وروسته جاشوا او میرمن یې دا ماشومه ترې تښتولې خو بل پلو بیا د سمندري ځواکونو دا افسر او میرمن یې ټینګار کوي چې د ماشومې قانوني مور او پلار دي او د افغانستان څخه د دې نوې زیږیدلې ماشوم د ژغورنې لپاره یې د خپلو مسیحي عقایدو سره سم چلند کړی.
د ماشوم د سرپرستۍ د موقتي حکم پر اساس به د اوس لپاره دا ماشومه د جاشوا او میرمن سره یې پاتې وي خو د دایمي فرزندۍ تر لاسه کولو لپاره هغوي باید چې یو ځل بیا محکمې ته عریضه وکړي.
سره لدې چې د ماشومې سرنوشت لا معلوم ندی خود افغانې کورنۍ لپاره چې اتلس میاشتې یې دا نجلۍ غټه کړې، د محکمې حکم یو ښه خبر دی. د محکمې د حکم څخه وروسته دواړو ښځې او خاوند وژړل او د خدای شکر یې ادا کړ.
د محکمې ثبت شوي اسناد ښیي، ماسټ چې د سمندري ځواکونو فعاله منصبدار دی، دغه ماشوم یې ددغه جوړې څخه پنځه ورځې وروسته له هغه چې دوی متحده ایالاتو ته ورسیدل اخیستی و او د هغه وخت راهیسې دغې افغانې جوړې دغه ماشومه نده لیدلې.
افغانې میرمنې (د نجلۍ خپلوانې) د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس ته وویل، «وروسته له هغه چې دوی هغه راڅخه بوتله، زموږ اوښکې هیڅکله نه دریږي،». هغې زیاته کړه: “اوس، موږ صرف د مړو په څیر یو. زموږ زړونه مات شوي. موږ له هغې پرته راتلونکې نلرو. خواړه خوند نه راکوي او خوب موږ ته آرام نه راکوي.”
ټاکل شوې چې د دې ماشومنې د سرنوشت معلومیدو لپاره به د محکمې بله غونډه د روان میلادي کال د جون په میاشت کې وشي.


