سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه بدخشان کې د يا د ښځو راډیو تړل شوې.

په بدخشان کې د يا د ښځو راډیو تړل شوې.

ويب ډیسک

د بدخشان ولايت ځايي طالب چارواکو ویلي، د ښځو دې ځانګړې راډیو له حکومتي تګلارې سرغړونه کوله.

د طالبانو ادارې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر المان راډیو دویچه ویله ته تایید کړه چې په بدخشان کې د «راديو زنان» يا د ښځو راډیو تړل شوې. نوموړي وويل: «راډیو د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست له لورې تړل شوې.»

دغه طالب ویاند ددې راډیو د تړل کېدو دلیل په ډاګه نه کړ خو د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې راډیو د طالبانو حکومت د نشراتي تګلارې څخه د سرغړونې په دلیل تر امر ثانې تړل شوې.

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دې راډیو د روژې په میاشت کې موسیقي خپروله.

د طالبانو د دویم ځلي واکمنېدو راهیسې د رسنیو او خبریالانو د کار پروړاندې خنډونه مخ په ډېرېدو دي. د یوې سروې له مخې د جمهوریت تر سقوط وړاندې شاوخوا شپږ سوه ۲۰ رسنیو فعالیت درلود، خو په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا ۳۱۸ رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه