دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوړو نړیوال سازمان وايي، شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره...

خوړو نړیوال سازمان وايي، شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

ويب ډیسک

د خوړو نړیوال سازمان وايي، شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، چې شپږ میلیونه یې د قحطۍ په څنډه کې دي.

دغه سازمان ویلي دي چې افغانستان کې د عایداتي فرصتونو په کمېدو او د خلکو د ستونزو په ژورېدو سره د سمدستي او دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

د خوړو نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړی که په راتلونکو ورځو کې ورته مرستې ونه رسېږي افغانستان کې به ۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ شي.

دغه سازمان له دې وړاندې ویلي ؤ چې افغانستان کې د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه