سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان :ظلم راسره کېږي "لکه کشمیر یا فلسطین چې وي."

عمران خان :ظلم راسره کېږي “لکه کشمیر یا فلسطین چې وي.”

ويب ډیسک

‏د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وایي حکومت یې تر دې دمه د ګوند ۱۶۰۰ کارکوونکي نیولي او داسې ظلم راسره کېږي “لکه کشمیر یا فلسطین چې وي.”

هغه ګواښ کړی چې د کېدونکي هر ظلم ځواب به ورکوي او د حقیقي آزادۍ دې جنګ کې هر ډول قربانۍ ورکولو ته تیار دی.

‏عمران خان د لاهور په منار پاکستان کې د یوې لویې غونډې تابیا کړې او له خلکو یې غوښتنه کړې چې غونډې ته ورشي.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا‌ءثناالله عمران خان «خاین»، «جاسوس» او دروغجن بللی او ویلي یې دي چې د دې غونډې اجازه باید ور نه کړل شي.

‏څو ورځې وړاندې د پولیسو او عمران خان د ګوند د کارکوونکو ترمنځ، د هغه د نیولو پر ضد لاریونونو کې اخ و ډب رامنځته شوی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه