ويب ډیسک
د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت یو غږیز پیغام خپور کړی اشرف غني په خپل پیغام کې ویلي چې
نن د افغانانو اسلامي حقوق سلب شوي دي، ښځه د ټولنې او کورنۍ غړې ده، چې ترې نن د ژوند حق اخیستل شوی، په ټول اسلامي شریعت کې پنځه حقونه منل شوي دي.
د ژوند حق
د عقل حق
د ټولنې حق
د ملکیت حق او
د دین حق
هغه زیاتوي چې کلیدي موضوع دا ده چې اسلام د مساواتو ، مشارکت او د یووالي دین دی، زمونږ په دین کې استبداد ځائ نه لري، او هر څوک چې له ښځو سره استبداد کوي، په حقیقت کې اسلامي حقوق تر پښو لاندې ږدي، ظاهره مسله په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د ګډون ده خو،
اصلي مسله په دې کې ده چې څوک ځانته دا حق ورکوي چې له ټولنې څخه حقوق واخلي، او دا استبداد ته راجع کیږي.
ډاکټر اشرف غني خپل پیغام کې زیاتوي اسلام د ټول بشریت دپاره د رحمت دین دی، عسویان خپل پاپ ته رجوع کوي او مسلمانان خپل رب ته رجوع کوي.
د مېرمنو حقونه په مکه مکرمه او مدینه منوره کې خوندي وو، دا بدعت د امپراتورۍ تقلید منځته راووړ.
اشرف غني وویل
بي بي خدیجه رض د انساني تاریخ لومړنۍ انسانه او مېرمن وه چې مسلمانه شوه، د نړۍ تر تولو لویه تاجره وه.
بي بي عائشه د صحیح بخاري دریمه برخه احادیث نقلوي.
ام سلمه هغه مېرمنه وه چې د حدېبیې په سوله کې یې ستر رول ولوباوه، کله چې اکثریتو د جنګ مشوره ورکوله، دې سترې مېرمنې محمد ص ته د سولې مشوره ورکړه او د حدېبیې د سولې په توسط سره مکه مکرمه فتحه شوه.
ایا محمد ص نه دی ویلي چې د جنت لاره د مور په رضایت کې ده؟
ایا په مکه مکرمه کې د ټولې نړۍ مېرمنې او سړي ګډون نه کوي؟ او به احرام کې نه وي؟
ایا حج یواځې په سړیو راغلی؟
باید دغه پوښتنه واضح شي چې هغه حقوق چې په کعبه شریفه کې روا دي او فرض دي په کابل او کندهار کې ناروا دي.
خبره دلته چې څوک دغه تعبیرونه کوي او په کوم اساس باندې؟


